د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري شمسي مالي کال د تشکيل او پلان ترڅنګ د هرات، کندهار، جلال آباد، مزارشريف او کندوز ښاروالیو د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخيز بحث ترسره او په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.