د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې لس کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۵۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته اته زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له نهو کورنیو سره ټولې۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې نهه تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، زابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې پینځه تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۲۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري دوه عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اتو کورنیو سره ټولې۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندوز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۲ کورنۍ او ۱۰۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۴ کورنۍ او ۲۸ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۱ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۸ عدده