د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او تاله او برفک ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مجاهدینو او علمای کرامو د هېواد د رغونې او ابادۍ په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره ویلي، په لرې پرتو سیمو کې د امنیت په راتګ سره د رغونې چارو ته ښه زمینه چمتو شوې ده او همداراز د کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه یې د رغنېزو پروژو د پیل وړاندېز کړی دی.
دغو مجاهدنیو او علماو له اسلامي امارت څخه د تاله-برفک د سړک د بیارغونې غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د یادې لارې په رغولو سره به د ګڼو سیمو د تګ او راتګ په برخه کې ستونزې هوارې شي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر علماوو او مجاهدینو ته ښه راغلاست ویلي او د جهاد پر مهال یې د هغوی د قربانیو او هلوځلو ستاینه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر ویلي، د ولس د غوښتنو اورېدل د اسلامي امارت مسوولیت دی او هڅې کیږي چې د خلکو وړاندېزونو ته پر وخت رسیدنه وشي.
دغهراز نوموړي څرګنده کړې، چې د اسلامي نظام ډېر تمرکز پر رغونه دی او د ولس ټولو غوښتنو ته به پام وشي.