الجزیرې خبري شبکې د فلسطین د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم پوځیانو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د جنین کډوالو په کمپ کې د فلسطینیانو ۲۳ ودانۍ د چاودنې په وسیله وېجاړې کړې دي.
د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې ۵۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
له هغې ورځې راهیسې چې په غزه کې اوربند پیل شوی اسرائیلي پوځیانو اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د “اوسپنیز دیوال” په نوم پراخ عملیات پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ شپږو عربي هېوادونو (قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او فلسطین) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی، چې له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو غوښتنه پکې شوې ده.