د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي؛ د دې وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي کريم شاه تيلوي په مشري مل پلاوي لغمان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه شخړه هواره کړه، چې د دواړو لوريو پکې شپږ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او ګڼ مالي زيانونه يې ترشا پر ایښي وو.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دغې روغې جوړې پرمهال مسولينو له څېړنو او تحقيق وروسته له ښکېلو خواوو اختيار خطونه واخیستل هغوی يې سولې ته راوبلل او ترمنځ يې د يوې منصفانه فيصلې په کولو سره هغوی يو بل ته ور غاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده خونړۍ شخړه پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ تل هڅه کوي، چې د هېوادوالو هره لويه او وړه ستونزه په سوله ييز ډول حل او فصل کړي تر څو ولسونه د خوښۍ ژوند وکړي.