د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، کابل او په ټولو ولایتونو کې د ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۱۴۰۴هـ ش کال د حج لپاره د نويو متقاضیانو نوم لیکنه چې څه موده وړاندې پیل شوې وه، په کابل او ولایتونو کې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې د پچې اچونې (قرعه کشي) لړۍ ترسره شو.
د ولایتونو ترڅنګ په کابل کې د حاجیانو په مجتمع کې یاده غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د دې وزارت مسلکي مرستیال، د مرکزي ریاستونو رییسانو، د حج د داخلي کمېټې غړو او یو شمېر د حج نویو متقاضیانو په کې ګډون کړي وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي زرمحمد حقاني د حج د پچې اچونې په اړه ویلي؛ د نوم لیکنې پروسه څه موده وړاندې په مرکز او ولایتونو کې پیل شوې وه، چې نن د یو شمېر نویو متقاضیانو او د هغوی د استازو په شتون کې پچه اچونه (قرعه کشي) ترسره کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې ۱۰۵ زره او ۱۸۰ تنو نویو متقاضیانو نوم لیکنه کړې ده، چې یادې پچې اچونې بهیر به د مرکز کابل سربېره د ټولو ولایتونو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو د اړونده مسولینو په شتون کې ترسره شي.
د غونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال له لوري د پچې اچونې صندوق پرانستل شو او په ټول هېواد کې دغه پروسه په رسمي ډول پیل شوه، چې د ورځې تر پایه په ټولو ولایتونو کې پچه اچونه سرته ورسېده.