رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته بلنه ورکړې، څو راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته سفر وکړي.
ټاکل شوې چې مودي په دې سفر کې له ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري او خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا یوه نظامي الوتکه، چې د دغه هېواد څخه ایستل شوي هندي کډوال لېږدوي هند ته روانه شوې ده.
د روان کال د جنورۍ په ۲۷مه، مودي له ټرمپ سره د امریکایي امنیتي تجهیزاتو د پېرلو او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.