د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي؛ اوس په افغانستان کې د لبنیاتو د تولید یو شمیر لوی او منځني شرکتونه فعالیت کوي، چې په دې منځ کې پینځو شرکتونو یې په نژدې وروستیو درېیو کلونو کې په فعالیت پیل کړی دی.
مولوي مصباح الدین مستعین زیاتوي، افغانستان اوس مهال د لبنیاتو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نژدې شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند په وینا، هڅه کوي څو په هېواد کې د لبنیاتو تولید د صنعت په پیاوړتیا سره له نورو هېوادونو څخه د لبنیاتو واردات کم کړي.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، چې له کورنېو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کیږي څو د افغانستان اقتصاد زیاته وده وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو د بېلابېلو سکتورونو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په پیاوړتیا سره د افغانانو له اقتصاد سره مرسته وکړي او د لبنیاتو د تولیدي شرکتونو فعالیت ته پراختیا پیدا کړي.