د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) له مرستیال ایندریکا راتوات سره لیدنه وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو افغانانو ته د یوناما له لوري د رسول شوو مرستو څخه مننه وکړه او له یاد بنسټ څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي، څو له یوه لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
په افغانستان کې د یوناما مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل؛ دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ایندریکا راتوات زیاته کړه؛ د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي، کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.