د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د مخکیني وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي.
تاکایوشي کورومایا ویلي، جاپان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، یوازې د تېر ډیسمبر میاشت کې یې له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې، چې دا مرستې به له ایران او پاکستان راستنېدونکو کډوالو لپاره د موقتي استوګنځي، روغتیا، زده کړو او ابتدایی اړتیاوو لپاره وکارول شي.
جاپان سفیر ویلي؛ له دې وړاندې جاپان د افغانستان لپاره ۲۷.۵ میلیونه ډالر بشري مرسته اعلان کړې وه، چې په روغتیا، زده کړو، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه، بدیل معیشت، د اوبو مدیریت، او اقلیمي بدلون برخو کې به ولګېږي.
دغهراز نوموړي ټینګار کړی، چې جاپان غواړي افغانستان ثبات ته ورسېږي او په دې برخه کې د اسلامي امارت همکاري مهمه ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ هیله څرګنده کړې، چې دا ډول ناستې به د اسلامي امارت او جاپان ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د جاپان د بشري مرستو قدرداني کړې او ویلي یې دي؛ بشري مرستې باید سیاسي رنګ ونه لري.
نوموړي زیاته کړې، ګاونډي هېوادونه دې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او اجازه دې ورکړل شي، چې هغوی په داوطلب شکل هېواد ته راستانه شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، راستنېدونکي افغان کډوال او بېځایه شوي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او پکار ده چې اړونده مرستندویه ادارې بېړنۍ مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې خپلو اصلي مېنو ته د راستنېدونکیو افغان کډوالو او کورني بېځایه شوي، د ستنېدو او د هغوی لپاره د ژوند د لازم چاپېریال برابرېدو ته باید کار وشي.