ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هېواد وي

د کابل ولایت د والي امین الله عبید په مشري د یاد ولایت د اوو ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دوی د اسلامي امارت کلک ملاتړ څرګند کړی او ویلي يې دي، دا سوچه شرعي نظام دی او ټول ولس پکې خپل ځان ويني.

نوموړو زیاته کړې؛ هیڅ چاته اجازه نه ورکوو، چې د دې نظام د تخريب لپاره دسيسې جوړې کړي.

ورپسې ملا نور الله نوري ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکمیت او قایمولو کې د دې ولس ځوانانو، علماوو او مشرانو قربانۍ ورکړې او نن چې شرعي نظام حاکم دی دا د دې خلکو د ديانت، غيرت، ميړانې او جهاد برکت و.

ښاغلي نوري همدارنګه په نظامي، اقتصادي او سياسي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره ډاډ څرګند کړی، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې د نړۍ سیال هېواد وي او موږ به د ډېرو پرمختګونو شاهدان یو.

د ناستې په ترڅ کې د کابل والي مولوي امین الله عبید ویلي؛ له ولسونو سره دا ډول ناستې جوړول ډېر اړین دي ترڅو د ولسونو اصلي غږ تر لوړو مقاماتو ورسېږي او ستونزو ته یې د حل لارې ولټول شي.

د لیدنې په اوږدو کې د پلازمېنې کابل د ټولو مرکزي ناحیو ترڅنګ د قره باغ، شکردرې، ګل درې، استالف، کلکان، میربچه کوټ او فرزې ولسوالۍ استازو غوښتنه کړې، چې د ولسي ستونزو په برخه کې پاملرنه وکړي او ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي.