د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې د ۶۳۳ ویکټو په اخیستو سره د براوو نړیوال ریکارډ مات کړ.
۲۶ کلن راشد خان تېره شپه (سېشنبه، د سلواغې ۱۶مه) په سویلي افریقا لیګ کې د پارل رویل پر وړاندې په ۲ ویکټو اخیستو سره د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته لوړ کړ او د نړۍ په کچه د زیاتو ویکټو ریکارډ یې په خپل نوم کړ.
نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د خدای شکر ادا کوم چې په کرېکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. خوشحال یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې.»
راشد خان په ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې ۲۰ اوریزه نړیوالې کرېکټ سیالۍ پیل کړې، چې د سیالیو شمېر یې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.
په دغو ۲۰ اوریزو سیالیو کې د راشد خان نړیوالې او نورې سوداګریزې لوبې شاملې دي.
د افغانستان د کرېکټ دا افسانوي لوبغاری د هند په سوداګریز لیک (IPL)، د پاکستان په سوپر لیګ (PSL) او د اسټرالیا په بیګ باش لیګ سربېره د نړۍ په ګڼو لیګونو کې لوبیدلی او دا مهال د سویلي افریقا په ۲۰ اوریزو سوداګریز لیګ کې د ام ای د لوبډلې مشر دی.
راشد خان د اسټرالیا او پاکستان کرېکټ غوره لیګونو کې په خپله لوبډلمشرۍ کې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
همدا راز خان اوس د سویلي افریقا لیګ کې د اېمآی کېپټاون لوبډلې مشري کوي، چې پارل رویل ته یې په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې ده.
د دې سربېره نوموړي ۲۰ ځلې په یوه سیالۍ کې ۴ او یا هم له څلورو زیاتې ویکټې اخیستې دي.
د یادونې وړ ده، چې راشدخان د لسیزې د غوره لوبغاړي او د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریزې لوبډلې د غړیتوب ویاړ هم ترلاسه کړی دی.