د هند مالیې وزارت په خپل وېبسایټ کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې په خپله بودجه کې له افغانستان او مالدیف سره بشري مرستې زیاتې کړي دي.
نوې ډيلي که څه هم د نوي مالي کال په بودجه کې د بهرنیو مرستو کچه د تېر کال پرتله کمه کړې، خو یو شمېر هېوادونه لکه افغانستان او مالدیف یې نه دي هېر کړي.
له افغانستان سره د هند ځانګړې مرستې له ۵۰۰ میلیون هندي کلدارو څخه ۱۰۰۰ میلیون هندي کلدارو ته زیاتوالی موندلی دی.
له بلې خوا اقتصاد وزارت د نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان له بشرپالو مرستو څخه هرکلی کوي او وایي؛ هند یو له هغو هېوادونو شمېرل کیږي، چې کولی شي له افغانستان سره د بنسټیزو پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي.
اقتصادي کارپوهان له افغانستان سره په اوسنیو شرایطو کې د هندوستان اړیکې مهمې بولي او وایي، د دواړو هېوادونو هر ډول اړیکې کولی شي د اقتصادي او سیاسي اړیکو د زیاتوالي لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په عربي متحده اماراتو کې لیدلي و.
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې امنیتي وضعیت او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کړې وې.