د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې د نږدې ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نوي جوړ شوي بشپړ جامع روغتیايي مرکز پرانیسته وکړه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم، د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي شفیع الله او ځایي اوسیدونکو ګډون کړی و.
مولوي نور جلال جلالي د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ کې په یاد جوړ شوي روغتیايي مرکز خوښي څرګنده کړې او د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو ته یې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې.
نوموړي ویلي، هڅه کوو د هېواد هر وګړي ته معیاري خدمات برابر او د ولسونو اړتیاوو ته په اساسي شکل کار وکړو.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي سیستم په انکشاف او پراختیا ګړندۍ هڅې جریان لري چې په راتلونکي کې به د یو ځان بسیا او معیاري روغتیايي سیستم لپاره مرستندوی اوسي.
![](https://rta.af/artmedia/2025/02/Untitled-2025-02-06T095219.594.jpg)
همداراز د عامې روغتیا وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دې ولایت کې په روغتیايي خدماتو کې د شته ستونزو د حل، د روغتیايي خدماتو د ارزونې او د روغتیايي خدماتو د پراختیا او ښه والي په موخه د دې ولایت له روغتیايي مسولینو او روغتیاپالانو سره هم لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې روغتیايي مسولینو او روغتیاپالانو د هلمند ولایت د روغتیایي خدماتو او وضعیت اړوند مفصل معلومات وړاندې او په روغتیايي خدماتو کې شته ستونزې او وړاندیزونه یې شریک کړي.
مولوي نورجلال جلالي د یادو ستونزو له اوریدو وروسته د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړی او د خپلو خبرو په جریان کې یې مسولینو ته د لا زیاتو هڅو لارښوونه کړې، تر څو په لا زیاتو هڅو سره د هلمند ولایت ولسونو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.