د الشیخ عبدالله بن محمد بن علي آل ثاني ولایتي روغتون د جوړولو چارې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د څو کلونو ځنډ وروسته د شیخ محمد قاسم خالد په هڅو پیل او د صحی خدمتونو په موخه د لوړ پوړو مقاماتو په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیراخوه او سیمهییزو مسولینو ګډون کړی وو.
مولوي نورجلال جلالي یاده غونډه کې ویلي، عامې روغتیا وزارت د هېواد ولایتي روغتونونو جوړولو او تجهیز برخې ته ژمن دی.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي، کوښښ کوي، چې بهرني ګرځندویان هېواد کې د خیریه کارونو ترسره کولو ته وهڅوي
په ورته وخت کې د نیمروز ولسونه دا په تا یخ کی یو لوی ارمان بولی چی د اسلامي امارت په راتګ سره تر لاس کړي.
د یادونې وړ ده چې د نیمروز ولایت روغتون په ۲۰ جریبه ځمکه کې، د عصري او اساسي امکاناتو سره، د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.