د ټولګټو وزير ملا محمد عيسی ثاني د هرات-کندهار د ۷۳۷.۵ کيلومتره اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند پینځه تړونونه د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت له پینځو شرکتونه سره لاسليک کړل، چې د اته مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
لومړۍ برخه: د هرات-شينډنډ مسير دی، چې ۱۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۵۱ میلیونه، ۹۷۸ زره او ۹۹۹ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې له افغان-جرمن ساختماني، سړکسازي او اوسپنې پټلۍ شرکت سره قرارداد شوي دي.
دويمه برخه: د شينډنډ-فراه مسير دی، چې ۱۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۴۵ میلیونه، ۶۳۱ زره او ۲۶۷ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
دريمه برخه: د فراه-زرنج-غورغوري مسير دی، چې ۱۸۸.۸ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۶۹ میلیونه، ۲۷۸ زره او ۵۶۷ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
څلورمه برخه: د غورغوري-لښکرګاه مسير دی، چې ۱۷۱ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۶۰ میلیونه، ۳۳۱ زره او ۴۰۸ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
پنځمه برخه: د لښکرګاه-کندهار مسير دی، چې ۱۳۷.۷ کيلومتره اوږدوالی لري او د ۳۷ میلیونه، ۳۱۵ زره او ۷۴۲ افغانيو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارو تر بشپړېدو وروسته به ددې پروژې د بودجې تمويل ته په کتو يې عملي چارې هم پيل شي.