پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ریاست وايي، په روان ۱۴۰۳ کال کې یې شاوخوا ۱۸۰۰ طبعي او غیر طبعي پېښو ته رسېدنه کړې.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې ادارې رییس حافظ نورالله انصار وايي، د پېښو د کنټرول او مخنیوي پایله کې یې د څه باندې څلور ملیارده افغانیو او ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت خلکو ته د زیان اوښتو مخه هم نیولې ده.
نوموړی زیاتوي، په همدې موده کې د احتمالي پېښو مخنیوي په موخه یې د دولتي او خصوصي سکټور د اووه زره او ۵۰۰ ځایونو اطفایوي سروې کړې او په وینا یې، چې د هېواد په کچه تر ۸۰ پورې د اور وژنې مرکزونه فعال دي.
پېښو ته د رسېدو او اور وژنې مسولین د پېښو د کنټرول او مخینوي په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او له خلکو غواړي، چې خپل کار ځایونو د اور وژنې په بالونونو سمبال کړي.
دوی له هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د پېښو د کنټرول او مخنیوي په موخه د اور وژنې له مرکزونو سره دې پر وخت اړیکه ونیسي.