د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د زابل ولایت د اوبو او انرژي رییس ملا عبدالکریم ذوالفقار په ملتیا د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه او د یاد بند د ساتنې او پاملرنې په تړاو یې اړوندو مسولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د عمري بند پروژه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کېلو مترۍ کې شتون لري، چې د څه د پاسه ۱۲۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د موسمي سېلابونو د کنترول، د زراعتي ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د تقویې لپاره پلي شوی دی.
دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي د ۲.۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶۱ کېلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت درلودونکی دی.
همداراز ۵۶۰ هکتاره زراعتي ځمکه خړوبولوی شی، چې ورسره به زرګونه کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.