ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په 1401 کال کې د حکومت اقتصادي لاسته راوړنې

د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون وايي، چې ۱۴۰۱ لمریز کال په  اقتصادي برخه کې د لاسته راوړنو ډک کال و او حکومت په بېلا بېلو برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
“د سارک هېوادونو په منځ کې د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانۍ غوره ثبات لرونکي پولي واحد په توګه پېژندل.

د اقتصادي ودې رامنځته کول او د انفلاسیون مخینوی.

له کورنیو عواید څخه د ملي بودیجې تمویلول.

د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت سیمې او نړۍ ته د صادراتو لوړېدل.

د پانګوالو او سوداګرو ستونزې هوارول او ملاتړ.

د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د اسکواډ سیسټم له لارې د عواید راټولول.

د بانکي سکټور د چارو عادي کول.”

کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابرول، چې په پایله کې ګڼ شمېر بهرنیو کمپنیو په بېلا بېلو سکټورونو کې د شاوخوا لس میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودلی او ځینو يې په عملي ډول خپل کارونه پیل کړي دي.”

د اقتصاد وزارت واٍيي، چې د دې لاسته راوړنو ترڅنګ هڅه کوي په روان لمریز کال  کې د هېواد اقتصاد پیاوړی او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي.

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له بندیزونو سره سره د اسلامي ا مارت لويي لاسته راوړنې هېواد ځان بسیاینې ته رسولای شي.

د دې تر څنګ مالیې وزارت د ۱۴۰۲ لمریز کال په ملي بودجه کې ۱۵۰ لويې او وړې پروژې په پام کې نیولې، چې په پلي کېدو سره به يې په سلګونو بېکاره ځوانانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.