ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت: امریکا ته ورکړل شوې الوتکې د افغانستان ملکیت دي

ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ د هغو الوتکو له جملې څخه، چې له افغانستان څخه د تېرې ادارې د سقوط پر مهال اوزبیکستان هېواد ته انتقال شوې وي، ۷ هلیکوپترې یې امریکا ته لېږدول شوې دي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “اسلامي امارت په دې اړوند انديښمن دی. څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا اوزبیکستان ته د تیښتې پر مهال انتقال شوې، باید بېرته افغانستان ته را و لېږدول شي.”

د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت امریکا ته د یادو الوتکو د لېږد مخالفت کړی او ویلي یې دي: “دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته د منلو وړ نه دي؛ ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه وکړي او ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانانو حق ته درناوی ولري.”

ملي دفاع وزارت له امریکا څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د بیا لېږد په لاره کې خنډونه جوړ نه کړي او بېرته یې افغانانو ته وسپاري.