د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د یوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې په دې کسانو کې یې شاوخوا زر کسان په جبري توګه افغانستان ته استول شوي.
په راپور کې راغلي: “د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان، چې اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو، له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي. په دې کې شاوخوا زر کسان په جبري توګه ایستل شوي دي.”
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د نړیوالو اصولو خلاف او د ګاونډیو حقونو په برخه تېری بولي او وايي، چې له یادو راستنو شویو افغانانو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
یاد راستانه شوي کډوال بیا د اسلامي امارت له لوري د مرستو هرکلی کوي او پر وخت یې لاسنیوی ستایي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تازه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۴۲ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
دې افغانانو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله له ۲-۵ ورځو په بند کې تېرې کړې وې.