د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې له غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان رد کړی او ویلي یې دي، چې هېڅوک له دې تړانګې فلسطینیان نهشي ایستلای.
نوموړي زیاته کړې، هېڅوک دا ځواک نه لري، چې د غزې ولس د هغوی له ټاټوبي وباسي.
ښاغلي اردوغان ټینګار کړی، چې غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس په فلسطینیانو پورې اړه لري.
تر اردوغان وړاندې د یو شمیر عربي هېوادونو چارواکو هم له غزې څخه د فلسطینيانو بې ځایه کیدل رد کړي وو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمه نېټه د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې ښایي امریکا د غزې کنټرول ترلاسه کړي او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي.
د ټرمپ دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.