ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ازبیکستان په تاشکند ښار کې د فغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو

ازبیکستان کې د اوسپنې پټلۍ مسولینو درې اړخیزه ناسته؛ د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو.

د اوسپنې پټلۍ اداره د رییس ملا بخت الرحمن شراف په مشري ازبیکستان هېواد ته د دې ادارې د پلاوي سفر په لړ کې چې د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مسولینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه او په نتیجه کې یې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د مخ ته وړلو لپاره ګډ دفتر پرانیستل شو.

 د دفتر پرانيستې په مراسمو کې ازبیکستاني چارواکو او د افغانستان او پاکستان سفیرانو هم برخه اخیستې وه.

دغه دفتر د ازبیکستان تاشکند ښار کې موقعیت لري او د درې واړه هېوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي، همداراز په پام کې ده، چې د همدې پروژې یو دفتر کابل او بل اسلام اباد کې هم فعال شي.

همدارنګه دغه مشترکه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ لوړرتبه مسولینو بله ناسته به راتلونکي ميلادي میاشت اسلام آباد کې جوړېږي. په ورته وخت کې د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په ډيروالي هم بحث وشو.

یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره وصلوي.