د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره، د دغه وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د بشپړولو په موخه لیدلي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ، د مرکزي او ولایتي دولتي تحصیلي بنسټونو او د دې وزارت اړوندو نورو پروژو د بشپړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د یادې لیدنې پر مهال د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر په پوهنتونونو کې د لیلیو، تدریسي بلاکونو او نورو برخو د نیمه کاره پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ، تر څو د محصلینو او استادانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
همدارنګه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش د لوړو زده کړو وزارت اړوندو پروژو تکمیلولو ته تیاری وښود او ډاډ یې ورکړ چې د ملي پراخیتا شرکت به په پوره صداقت سره د لوړو زدهکړو وزارت اړوندو پروژو کې کار وکړي.