د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ سره په ارګ کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس په کابل کې د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو او حکومت سره د چین هېواد د مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي، افغانستان او چین له پخوا راهیسې نږدې او پراخه اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړې، چین لومړنی هېواد و چې د اسلامي امارت سفیر یې ومانه او افغانستان ته یې خپل سفیر راواستاوه چې دا د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښودنه کوي، هیله ده چې چین ولسي جمهوریت د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې هم خپلې هڅې و نه دریغوي.
د افغانستان لپاره د چین سفیر ویلي، د چین او افغانستان مناسبات له پخوا څخه ښه دي او له ۲۰۲۱ کال را وروسته په کې لا ښه والی راغلی.
نوموړي زیاته کړې، چین تل په نړیوالو سازمانونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی.
ژاو شینګ ویلي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري، صادرات او واردات او د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. تېر کال مو څه باندې ۱۱ زره افغانانو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي چې له چین څخه لیدنه وکړي.
په کابل کې د چین سفیر زیاته کړې؛ په بامیانو کې د چین د برېښنا، په کندهار ولایت کې د روغتون او په تخار کې د امو د تېلو پروژو چارې روانې دي. د واخان لارې پرانیستې سره چین کومه ستونزه نه لري او د امنیتي اندېښنو د اساسي حل په صورت کې به په بېلابېلو برخو کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.
ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ څرنګه چې د چهارچنار ماڼۍ د چین هېواد په همکاري سره رغول شوې ده، ورته توګه امید لرو چې په نورو بنیادي رغاونو کې هم د اړتیا سره سم د اسلامي امارت له حکومت سره خپله همکاري او توجه جاري وساتل شي.
د رياست الوزرا د دفتر لوی رییس زیاته کړې، اسلامي امارت د امنیت په برخه کې جدي دی او له همدې امله په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی.
د چین هیواد د ګډې همکارۍ سره سم به د واخان لارې له پرانیستلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه او تګ راتګ زیات او په دغه مسیر کې امنیت لا ښه شي.