د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې بهر ته د افغان کارګرانو د اعزام او سیاحتي شرکتونو له استازو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو استازو د خپلو کارونو او فعالیتونو او په یاده برخه کې د ستونزو او ننګونو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر د ناستې موخه؛ بهرنیو کاریګرمنونکو هېوادونو ته له افغانستان څخه د کاریګرو د قانوني بهیر د پیل لپاره له هېواد څخه د ارزانه کاریګر او کاري ځواک د لېږلو د مخنیوي، په کاریګرمنونکو هېوادونو کې له پخوا مېشتو کاریګرو د ستونزو د حل د څرنګوالي او په ټوله کې یادو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د قاچاق د مخنیوي پر څرنګوالي بللی.
ملا عبدالمنان عمري له سیاحتي شرکتونو غوښتي، چې د سیاحت په نامه افغانکاریګرو ته په بهر کې د کار لپاره ویزې ور نه کړي، ترڅو په دې ډول د ارزانه کاري ځواک له لېږد څخه مخنیوی وشي، او د قانوني، عزتمن او ګټور کاري ځواک اعزام ته لاره هواره شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر زیاته کړې؛ هوډ لرو چې کاریګرمنونکو هېوادونو ته د افغان کاريګرو د غوره، معیاري او قانوني بهېر د پیل لپاره د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په ګډه یو منظم میکانیزم جوړ کړو، ترڅو نور افغانکاریګر مجبور نهشي بهر ته په سیاحتي ویزه د کار لپاره لاړ شي، ځکه دې چارې بهر مېشته افغانکاریګرو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.
نوموړي ویلي؛ بهر ته په قانوني ډول د افغان کاریګرو لېږد او هلته د شته افغانکاریګرو ستونزو د حل مسولیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، د عامې روغتیا وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرغاړه دی.