حماس اسلامي غورځنګ وايي، چې د اسرائیلو له لوري غزه کې د اوربند هوکړې د سرغړونې له امله یې د پاتې بندیانو خوشي کول ځنډولي.
یاد غورځنګ زیاته کړې؛ هغه اسرائیلي بندیان چې ټاکل شوې وه په راتلونکې شنبه (۱۵ فبروري) ازاد شي، د اسرائیلو له لوري د اوربند هوکړې د سرغړونې په دلیل د مخکیني پلان له مخې نه خوشي کېږي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده پرون دوشنبه ویلي: “بندیان به تر هغو پر خپل ځای پاتې وي، تر څو چې اسرائیلي یرغلګرو پر خپلو پخوانیو ژمنو عمل نه وي کړی.”
د حماس غورځنګ او اسرائیلي یرغلګرو تر منځ غزه کې په شپږ اونۍ اوربند هوکړه شوې. د دې هوکړې پر بنسټ به حماس اسلامي غورځنګ لسګونه اسرائیلي بندیان ازادوي او په بدل کې به یې اسرائیلي یرغلګر نږدې دوه زره فلسطینیان خوشي کړي.
ابو عبیده ویلي: “اسرائیل د دواړو لورو تر منځ هوکړې ته ژمن نه دي پاتې او په ډېرو برخو کې یې سرغړونه کړې ده.”
نوموړي زیاته کړې: “د اوربند هوکړې له پلي کېدو راهیسې اسرائیلي یرغلګرو د غزې شمال ته د فلسطینیانو بېرته ستنېدل ځنډولي، د غزې په بېلابېلو برخو کې یې په توپونو او مرمیو په نښه کړي او دې تړانګې ته یې د مرستو د لېږد مخه نیولې ده. حال دا چې حماس غورځنګ خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي.”
د حماس غورځنګ او اسرائیلو تر منځ د جنوري پر ۱۹مه غزه کې اوربند پلی شو.
دواړو لوریو تر دې دمه پینځه ځله بندیان تبادله کړي، چې ۲۱ اسرائیل او له ۷۳۰ ډېر فلسطینیان پکې خوشي شوي دي.
د اوربند له هوکړې وروسته د اسرائیلي له لوري ګڼ فلسطینیان په نښه او شهیدان شوي. پر دې سربېره غزې ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې ژمنې نه دي عملي شوې او ډېره کمه اندازه مرستې رسېدلې دي او له ژمنې سره سم د ټپي شویو ناروغانو د درملنې په موخه د ایستلو کېدونکو کسانو شمېر کم دی.