د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي او په لویو لارو د ترانسپورټي او بس موټرونو د سرعت کنټرول په موخه یې په شاوخوا ۸ زره موټرو کې د (جي پي اس) سیسټم فعال کړی دی.
د یاد وزارت ویاند حکمتالله اصفي وايي، چې دا موټرونه د ځانګړو ټیمونو له لوري څارل کېږي او د سرغړونې او زیات سرعت په صورت کې سپارښتنه ورته کېږي او له بیا تکرار وروسته قانوني چلند ورسره کېږي.
له دې وړاندې یو شمېر هېوادوال اندېښمن وو، چې د لویو لارو خرابوالی، د معیاري ترانسپورټ نشتوالی او د موټرونو د نه کنټرول له امله هره ورځ ګڼ هېوادوال د ترافیکي پېښو قرباني کېږي.
تازه ترانسپورټ وزارت ډاډ ورکړی، چې د ترانسپورټي او بس موټرونو د سرعت کنټرول په برخه کې پوره هڅې کوي او په دې تړاو یې شاوخوا ۸ زره موټرونه جي پي اس کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې د واټ ترانسپورټ خوندیتوب او د ترافیکي پېښو مخنیوی یې لومړیتوب دی او په دې اړه جدي کار او هڅې کوي.