ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د پکتیا له یوشمېر قومي مشرانو سره لیدلي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت له يو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره په سپېدارماڼۍ کې لیدلي.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت مشرانو او سپين ږېرو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مننه وکړه چې تل یې قومي مشرانو ته وخت ورکړی او د ولس پر وړاندې یې دروزاې پرانیستې دي.

دوی وویل د اسلامي امارت په راتګ سره د قومونو ګڼې ستونزې هوارې شوي او په دغه برخه کې یې د سیاسي معاونیت هڅې وستایلې. یادو مشرانو د پکتیا ولایت د ولسونو یو لړ ستونزې او وړاندېزونه هم د رياست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

وروسته د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له يادو مشرانو او مخورو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي نظام په راتګ او ټېنګښت کې د لویې پکتیا خلکو درنې قربانۍ ورکړي او ډول ډول سختۍ يې زغملي دي.

نوموړي راغلو مشرانو ته په خطاب کې وویل، سیاسي معاونیت د ټولو قومونو په چوپړ کې دی او شپه او ورځ د همدې موخې لپاره هڅې کوې.

د افغانستان اسلامي امارت د‌ ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه چې د اړوندو ادارو له لورې به د پکتیا د ولسونو ستونزو وړاندېزونو ته پر وخت رسیدنه وشي.