د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سیاسي کمیسیون غړي او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړې استازې سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل هم حضور درلود.
مولوي عبدالکبیر هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې اوس مهال افغانستان کې اسلامي نظام ټینګ شوی او افغانان په امن فضا کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ هیله من یوو چې دا حقایق ښه درک شي او ستاسو له لارې نړیوالو ته ورسېږي او په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په پام نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرتفاهم او د خبرو په دوام ټينګار کړی او د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ په دوحه کې دوې اونۍ وړاندې د افغانستان په تړاو د ناستې په اړه یې معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو دوام او له اسلامي امارت سره تعامل ته لېواله وو.
مېرمن روزا اوتونبایوا زیاته کړې، چې په راتلونکو جوړېدونکو غونډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل پر دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او د اموسیند د سواحلو د تحکیم په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
مولوي خیرالله خیرخواه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام پرېکړې څخه په مننې ویلي؛ سره له دې چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې ډېرې ستونزې ګاللې، خو اوس د تېر په پرتله په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی، د فساد کچه د پام وړ کمه شوې او په بشپړه توګه د نشه یي توکو د مخنیوي هڅې ادامه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت باید راتلونکو غونډو ته ور وبلل شي او په ټولو مسایلو کې د تفاهم او تعامل لاره اختیار شي.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې د اموسیند د سواحلو د تحکیم په ګډون د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او همدارنګه د راتلونکو غونډو د اجنډاوو د برابرولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یو.

