د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او همدارنګه د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې له رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې کړې دي.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر اړونده کار کوونکي خپلو دندو ته متوجه کړي او ویلي یې دي؛ په حکومت او نظام کې هر ارګان جلا دندې او مسولیتونه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او استادانو دندې او مسولیتونه د علم نشر او د هېواد د بچیانو سالمه روزنه ده، چې دا خورا مهمه او مقدسه وجیبه ده .
نوموړي همداراز استادانو ته په خطاب کې ویلي؛ د استادانو د تقرر په برخه کې اوږده پروسه یې اسانه او ساده کړې، چې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی پکې شوی.
شیخ نداء محمد ندیم له استادانو غوښتي، چې د تحصیلي نظام پرمختګ په برخه کې خپلې سالمې مشورې له دغه وزارت سره شریکې کړي.
په ناسته کې همدارنګه د پکتیا پوهنتون او عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې مسولینو او استادانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړي، چې د نوموړي لخوا د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

