ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله: اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه تېره ورځ وروسته له غرمې د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په لومړي ځل یې د پوهنتون له رهبري غړو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره د لیدنې ترڅنګ هغوی ته هر اړخیزه وینا وکړه.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پېل کې د علم پر ارزښت او د دیني او عصري زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او استادانو او محصلانو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت یوازي د الله تعالی د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.

زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین همداراز استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وويلي؛ تاسو هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ، ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی، خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي.

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه غوښتنه کړې، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ، ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پرمټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي ستاسو څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري، مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.

 امیرالمؤمنین حفظه الله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او موږ د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي، که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ.

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین د غونډې ګډونوالو ته ویلي؛ تاسو علمي خلک یاست، د دې هېواد پرمختګ، یووالي او اتحاد له پاره کار وکړئ او د خپل ملت خدمت په رښتني ډول ترسره کړئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې؛ هر فرمان یې د علمای کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.

 د یادونې وړ ده، چې یاده غونډه د کندهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر محصلین، استادان، او د دغه پوهنتون کارکوونکي، یې ګډون وال وو.