د چهارشنبي ورځ، د ۱۴۴۶/۸/۱۳ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۶۲ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه دوو کورنۍ چې د غړو شمېر یې لس تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره ټولې۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۶۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۶۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۱ کورنیو سره ټولې۱۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۶ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۵ کورنیو سره ټولې۴۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه لس کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۳۸ کورنۍ او ۵۶۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۵ کورنۍ او ۸۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۳۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۵۵ عدده