د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي جنوب ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په شیخ زاید پوهنتون کې یوې ستري غونډې ته، چې د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رییس شيخ محمد نسیم حقاني، د خوست جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین حسیني، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رییس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د خوست ولایت شیوخو کرامو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې د ژمي په رخصتیو کې د محصلینو لپاره د سمینارونو او اصلاحي برنامو جوړول یوه ښه فرصت وباله او د محصلینو پر اصلاحي روزنه یې ټینګار وکړ.
دغه راز نوموړي وویل؛ همدا محصلین د سبا ورځې مشران او رهبران دي، باید پوه او ځيرک وي.
شیخ نداء محمد ندیم د انسان د کرامت اړوند د قرانکریم ځينې ایاتونه بیان کړل او ویې ویل، انساني کرامت په اسلامي نظام سره ساتل کېدلی شي.
دغه راز ښاغلي ندیم استادانو ته په خطاب کې وویل؛ موږ او تاسو د دې نظام خادمان یوو، نو راځئ چې هر یو په خپله برخه کې له زړه خدمت وکړو، په صحیح اسلامي طریقه د دې ملت د بچیانو روزنه وکړو او د علم کیفیت لوړولو کې زیار وباسو.
همدارنګه د خوست ولایت والي د شيخ زايد پوهنتون رییس او نورو ویناوالو په خوست ولایت کې د علم پر پراختیا خبرې وکړې.
د دې تر څنګ د لوړو زده کړو وزیر د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا، د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په لګښت له وارداتي برېښنا سره د پوهنتون وصل کولو او د څه باندې ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر په یاد سفر کې د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون مسولینو ته یې د لازمو لارښوونو تر څنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.