د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د کار کوونکو چارو رییس مولوي نقیب الله نعمان او مل پلاوي بغلان ته سفر کړی.
یاد پلاوي د بغلان له والي مولوي عبدالرحمان حقاني، مرستيال والي محمد همايون جهاديار او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي سره لیدنه کړې.
په پيل کې د بغلان والي ښاغلي حقاني په ياد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست چارې ستايلې او ویلي یې دي، چې د ځوانانو د فکري روزنې لپاره بايد کار وشي، رسنۍ او مطبوعات د ملت د عليا ګټو په خاطر استعمال شي او هڅه دې وشي، چې بغلان ولايت کې د سیلانیانو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې، چې ولايت مقام په ټولو اړوندو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکار دی او ډاډ درکوو، چې ټولو اړتياوو ته به یې پاملرنه کېږي.
د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د بغلان له والي سره د خپل سفر موخې شریکې او د دوی له همکارۍ څخه یې مننه کړې ده.
ښاغلي جمال ویلي، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د بغلان د تاريخي ابداتو ساتنې، د رسنيو د فعالیتونو غښتلي کولو او د ځوانانو د انسجام لپاره هڅه کوي او په اړوندو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ درکوي.