د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رییس ریچارد ترانچارد سره پخپل دفتر کې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د کرنیزو، مالداري او اوبو لګولو دوامداره پروژو د پیل، د سړو خونو، لبنیاتو د پروسس فابریکو، مسلخونو، د اوبو لګولو شبکو او مالداري فارمونو د جوړولو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
ریچارد ترانچارد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د نړیوالو هېوادونو او ادارو له لوري یې د افغان ولس د ملاتړ پر ژمنو خبرې کړې.
نوموړي همداراز د برېتانیا حکومت له لوري د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان یادونه هم کړې ده.
مولوي عطاءالله عمري د یاد سازمان له هڅو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او مالداري په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو عملي کول د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.
د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ یوه مهمه اداره ده، چې هر کال زرګونه کسانو ته مرستې برابروي.

