د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کړې.
په پیل کې مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ کندوز ولایت ته یې د سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند اداري له چارو څخه لیدنه، د پرمختګونو څخه راپور تر لاسه کول، مسولینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکول او د نورو اسانتیاوو رامنځته کول دي، ترڅو خدمتونه پراخ او خلګو ته اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند امریتونو د مسولینو خبرې اوریدلي او د حل کولو په موخه یې ډاډ ورکړی، چې شته ستونزې به هوارې کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیزې او فرهنګي چارې مثبتې یادې کړې او او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې دې نورې هڅې هم ګړندۍ شي.