ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې اووه استوګنیز ښارګوټي جوړېږي

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د لارښوونې او حکم سره سم یې د ابادۍ لپاره یې مټي رانغښتې دي.

نوموړی زیاتوي؛ لوګر ولایت کې یې د اووه استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو په موخه تابیا نیولې، چې د دوه هغو لپار یې ځمکه تشخیص کړې ده.

مولوي مطیع الله زاهد وایي، دمګړۍ یې د لوګر مرکز پل علم ساحه کې د دوه نوو استوکنیزو ښارګوټو لپاره د ځمکې ځانګړې او کروکي چارې پیل کړي دي.

د ښاغلي زاهد په خبره؛ د هر ښارګوټي لپاره ۷۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې ټوله یو زر او ۴۰۰ جریبه ځمکه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د ځمکې تر غوراوي او کروکي وروسته به معلومات له وزارت سره شریک کړي، چې د توپوګرافي سروې او پلان جوړولو په موخه اړوندو څانګو باندې حکم ورکړي.

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس وایي، د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې اووه ښارګوټي جوړېږي، چې د پینځه نورو لپاره به هم اقدامات وکړي.

نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې د اراضۍ په ګډون د شاوخوا لسو ادارو په ملتیا یې د دغه ښارګوټو جوړولو په موخه تصفیه شوې امارتي ځمکه غوره کړې، چې کدستري قطعات یې له مساحت او حدوداتو سره معلوم او قید دي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې هېواد کې د کرنیزو ځمکو د له منځه تګ مخنیوی وشي، په ښارونو کې انډولیزه پراختیا رامنځته شي، سوداګریزې، پراختیایي، صنعتي، تفریحي او نورې ساحې معلومې شي او د مخ پر ودې نفوسو لپاره د استوګنې معیاري ځایونه برابر شي.