بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیرخان متقي او ایراني سیال یې حسین امیر عبداللهیان په ټلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې اړیکه کې د سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، اوسپنې پټلۍ، ګډې پولې او ایران کې د افغان بندیانو پر وضعیت او بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.
ښاغلي متقي د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ ایران ته د یوه سوداګریز پلاوي په ګټور سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډو همکاریو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پروژې پلې کولو ته نږدې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې د امینت ساتنه د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او په دې برخه کې یې په ګډو هڅو ټینګار کړی.
دغهراز نوموړي د افغانستان په لوېدیځ کې د بارانونو د کمښت او اوبو کچې ټیټېدو د ستونزو په تشریح کولو سره د اوبو په مسله کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوې هوکړې سره سم د افغانستان پر دریځ ټینګار کړی.
په دې ټلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان له حکومت او خلکو سره د نېک چلند په کولو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د افغانستان او ایران اړیکې باید د منفي تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانشي او ایران کې یې د افغان بندیانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په پای کې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو او دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټنګار کړی او ویلي یې دي؛ هېچا ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته زیان ورسوي او دواړه لوري باید د منفي تبلیغاتو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

