د ټاپ (TAP) پروژې د تخنیکي کمېټې درېیمه ناسته په انرژي معینیت کې ترسره شوه.
د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ د تېرو ناستو په تعقیب دغه ناسته هم د اوبو او انرژي وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د دې وزارت عمومي رییس قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د دغه وزارت یو شمېر رییسانو او د وزارتونو او نورو اړوندو ارګانونو او د یادې کمېټې غړو په شتون کې ترسره شوه.
د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رییس د دغې ناستې په پیل کې د هېواد جغرافیایي او ترانزیټي ارزښت ته په اشارې د دغې پروژې حیاتي ارزښت په پام کې نیولو سره یې د چارو په تنظیم او انسجام ټینګار کړی.
د غونډې په دوام کې د ټاپ (TAP) پروژې د لارې د نقشې مسوده، چې د ترکمنستان هېواد لخوا جوړه او رالېږل شوې وه د څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوه، تر څو له ارزونې وروسته د رهبري کمېټې ته وړاندیز شي.
همدارنګه په دغې ناسته کې د ټاپ پروژې د رهبرې او تخنیکي کمېټې د دندو د لایحې د نهایي کولو په هکله هم بحث شوی، تر څو اړین تصمیمونه ونیول شي.