ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د حاجيانو لېږد پروسې پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۴ ه.ق کال د حاجيانو د لېږد پروسې پيل او لومړني پرواز په مراسمو کې ګډون وکړ.

نوموړي په دې مراسمو کې ویلي، چې حج د مسلمانانو يوه فريضه او د اسلام رکن دی او تر سره کول یې پر هر هغه مسلمان چې مالي او فزیکي وړتیا ولري، فرض عین دي.

ښاغلي حنفي د حج فريضې فضيلت په اړه ویلي، د حج مراسمو کې هر رنګ او له هر هېواد څخه د نړۍ ټول مسلمانان د سپين احرام په اغوستو ګډون کوي او ټول په يو ډول د مسلمانانو د يووالي او اتحاد استازولي کوي.

د ریاست‌الوزرا د ادراي مرستیال په وینا؛ د امير المؤمنين حفظه الله د لارښوونې، حج او عمرې ملي کمېټې او ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شپه او ورځ هڅو په پایله کې د هېواد د حاجيانو لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوې او په کور دننه او بهر د هېواد حاجيانو ته د غوره خدمتونو برابرولو په موخه بېلا بېلې کمېټې ګمارل شوې دي.

ښاغلي حنفي ویلي؛ سږ د تېر کال په پرتله د حج پروسې لګښت کم دی او د پيسو راټولولو او لېږد په برخو کې هم د حاجيانو له پيسو څخه د خدمت حق نه دی اخيستل شوی، چې دا د حاجيانو لپاره يو ډول مراعات دی‌.

محترم مولوي حنفي زياته کړې، چې سږ کال له هېواده ۳۰ زره حاجيان د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

نوموړي له حاجيانو غوښتی، چې د بيت الله شريفې د حج ټول مراسم په ښه او غوره طريقه ترسره، د سفر په جريان کې دې حوصله ولري او د افغانستان ځورېدلو او متدينو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته دې دعا وکړي.

ښاغلي حنفي په پای کې د حج او اوقافو وزارت رهبرۍ او اړوندو ټولو دولتي ادارو مننه کړې، چې د حج پروسه کې يې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړ او د حج مراسمو د ترسره کولو په جريان کې يې افغان حاجيانو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو لپاره خپلې غوره هڅې کړې دي.