د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کړې.
په یاده کتنه کې د غزې لپاره د راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې شوې دي.
روبیو له دې وړاندې د غزې د اشغال په تړاو د خبرو په موخه اسرائیلو ته سفر کړی و او له اسرائیلي چارواکو سره یې هم خبرې کړې وې.
له دې سفر سره هممهاله د اسرائیلو دفاع وزارت تېره یکشنبه اعلان وکړ، چې د امریکايي درنو بمونو جوپه ور رسېدلې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د غزې اوسېدونکي به نورو عربي هېوادونو ته ولېږدوي او دا سیمه به اشغال کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې موخه سعودي عربستان ته سفر کړی او ښایي وروسته متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
د ټرمپ دا څرګندونې د اسلامي امارت په شمول د ګڼو عربي هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې.