کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړې شي.
ښاغلي وانګ یو دغه راز ویلي، چې چین هڅه کوي د مسعينک کان لومړنۍ چارې چټکې شي، افغانستان څخه چين ته د صادراتو په ځانګړي ډول د انارو کچه زیاته کړي او د جمهوريت روغتون د بيا رغونې تر څنګ په افغانستان کې “ارزان بيه کورورنه” پروژه هم افتتاح شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چين له دې ګامونو هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د الوتنو بیا پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې یې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.
همدارنګه په دې غونډه کې په نورو دوه اړخیزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.