د روسیې هېواد د فبروري میاشتې له ۱۹ تر ۲۱مې نیټې (د درېیو ورځو لپاره) په مالي چارو کې د سایبري امنیت د نړېوال کنفرانس کوربه دی.
په دې کنفرانس کې دافغانستان بانک پر لوی رییس سربیره د ګڼو هېوادونو استازي او کارپوهان هم ګډون کوي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وایي، چې د دې بانک لوی رییس نوراحمد اغا او مل پلاوی په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی.
اقتصادي کارپوهان وایي، چې په دې کنفرانس کې له سایبري حملو څخه د مخنیوي لپاره د نورو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د افغانستان بانک د مسولینو ګډون مهم دی.
په مالي چارو کې د سایبري امنیت نړېوال کنفرانس هر کال په روسیه کې د بېلابېلو هېوادونو د مالي برخې استازو، متخصصینو او کارپوهانو په ګډون ترسره کیږي.
د دې کنفرانس اصلي موخه د مالي سیسټمونو امنیت، له سایبري حملو سره د مقابلې لپاره د وړتیاوو پیاوړي کول، د ډیجیټل بانکوالۍ امنیت ساتنه، د سایبري ګواښونو پر وړاندې د ګټورو لارو ارزول او د عصري بانکوالۍ په برخه کې د نړېوالو همکاریو زیاتول دي.