پرون (سېشنبه، د فبروري ۱۸مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي و، چې هېواد یې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د سعودي مذاکراتو ته نه دی وربلل شوی او په دې اړه یې حیرانتیا څرګنده کړې وه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زیلېنسکي له څرګندونو وروسته پر اوکراین نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د اوکراین غبرګون نهیلی کړی.
د راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې ټرمپ د جګړې پیلېدو په تړاو د پړې ګوته اوکراین ته نیولې او زیاته کړې یې ده: “هغوی یوه معامله کولای شوی.”
ډونالډ ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: “زه فکر کوم دا توان لرم چې جګړه پای ته ورسوم او دا پروسه ښه روانه ده. خو نن ما واورېدل ‘موږ نه یو غوښتل شوي’ تاسې له درېیو کلونو راهیسې همدلته وئ. تاسې باید پای ته رسولې وای…”
نوموړي زیاته کړې: “تاسې باید جګړه نه وای پیل کړې. تاسې یوه معامله کولای شوی. زه د اوکراین لپاره یوه معامله کوم.”
ټرمپ ویلي، په ریاض کې د امریکايي او روسي چارواکو تر منځ له خبرو وروسته ډېر ډاډه دی، چې یوې هوکړې ته به ورسېږي.
د امریکا او روسیې تر منځ پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د بندو دروازو تر شا د اوکراین جګړې او خپلمنځي اړیکو په تړاو پیل شوې خبرې پای ته ورسېدې.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي؛ دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په اوکراین کې به د جګړې پای ته رسولو لپاره د لوړې کچې مرکچي ټیمونه ټاکي.
ویل کېږي چې دا مرکچي پلاوي به د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هم کار کوي.