تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو ادارو او د اسلامي امارت اړوندو ادارو تر مينځ د همغږي ناسته وشوه.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د سخاوتمندانه مرستو له کبله مننه وکړه او ويې ويل، چې افغانستان د ځوان خواريکښ کاري ځواک او پراخو طبيعي زيرمو په لرلو سره د پرمختګ او پر ځان بسياينې بې ساري ظرفيت لري، خو څنګه چې هيواد څلورو لسيزو جګړو ځپلی، د يو څه وخت له پاره د نړيوالو له خوا داسې مرستو ته اړتيا لري چې له برکته يې افغانستان په خپلو پښو ودريږي او د مرستو تر لاسه کوونکي هيواد پر ځای په مرسته کوونکي هيواد بدل شي.
ورپسې د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو مشرانو د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خيريه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او غوښتنه يې وکړه چې هيواد ته د راتلونکو مرستو د لا ډير مؤثريت او شفافيت د باوري کولو په موخه له اړوندو سکتوري وزارتونو سره همغږي نوره هم پياوړې شي او د پروژو په طرحې او تطبيق کې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال، ښاغلي رامزالاکبروف،په خپلو خبرو کې ووي، چې موږ او تاسې ټول يو هدف لرو او هغه دا دی چې افغانستان سوکالۍ او پر ځان بساينې ته ورسيږي.
ښاغلي رامز زياته کړه؛ دوی په دې هڅه کې دي چې د مرستو ويش په داسې ډول تنظيم شي چې خلکو ته کاري فرصتونه رامينځته کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي.
ورپسې د نورو نړیوالو موسسو استازو هم په وار سره خبري وکړې او په پای کې دواړو لورو د لا زياتې همغږۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر مينځ د همغږۍ د يوې کمېټې پر جوړولو توافق وکړ.