د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د یوناما له رییس سره لیدنه کړې او دواړو لورو د کلتوري او سیاسي موضوعاتو په تړاو بحث کړی.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د افغانستان په اړه روزا اوتونبایوا ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې افغانستان د زرګونه لرغونو ابداتو او لرغونو سیمو په درلودلو سره د نړۍ یو له غني هېوادونو څخه شمېرل کېږي او دغه لرغوني ابدات او کلتوري اثار یې د افغانستان هویت یاد کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په مختلفو برخو کې له افغانانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییس د کلتور رول د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کولو او پراختیا کې مهم بللی او ویلي یې دي، چې د فرهنګ او فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره مهم رول لوبولای شي.
په پای کې اغلې اوتونبایوا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي، ترڅو په ګډه د فرهنګي میراثونو ساتنه وشي.