د افغانستان برېښنا شرکت وايي؛ د دې شرکت د رهبرۍ له لورې کندوز او بلخ کې د برېښنا دوو لویو پروژو پرانېستنې څخه وروسته د جوزجان ولایت شبرغان جرقدوق برېښنا کوټ (سب سټېشن) څخه د بیات پاور ټي کنکشن پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد بیا رغول شوي مزي، او د پل خراسان ۲۰ کیلوولټ نوې غځول شوې برېښنا شبکې پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دې دوو پروژو پرانېستنه، چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او ځايي مسولینو له لورې وشوه پر مټ یې د ځايي اوسیدونکو برېښنا په بشپړ ډول پیاوړې او ډاډمنه شوه.
د شبرغان جرقدوق برېښنا کوټ (سب سټېشن) څخه د بیات پاور ټي کنکشن پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد بیارغول شوي مزي پروژې سره د جوزجان، بلخ، فاریاب، سرپل او د اندخوی څلورګونو ولسوالیو برېښنا پیاوړې او شته ټولې تخنیکي ستونزې په بشپړ ډول حل شوې.
دغه راز د پل خراسان ۲۰ کیلوولټ غځول شوې برېښنا شبکې پروژې سره، د برېښنا ولټاژ له شپږ کیلوولټ څخه ۲۰ کیلوولټ ته لوړ شو، چې د ځايي پېرودونکو برېښنا په بشپړ ډول پیاوړې او د ګڼو تخنیکي ستونزو مخنېوی هم وشو.
پر یادو دواړو پروژو شاوخوا ١١٢ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د افغانستان برېښنا شرکت له بودیجې ورکړل شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت هېواد کې د برېښنا ملي شبکې بشپړتیا هڅو دوام سربېره، ټولو پېرودونکو ته د پیاوړې برېښنا وړاندې کولو لپاره د لویو، منځنیو او ټیټو کچو شبکو پر وخت بیا رغونې او اصلاح لپاره هم پر رغنیزو پروژو چټک کار کوي.