ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر: د ځوان په نسل روزنه کې د خصوصي تحصیلي نهادونو هڅې د ستایلو دي

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر خصوصي پوهنتونونه ستایل شوي.

د خصوصي پوهنتونونو مسولینو سره د همغږۍ او ستاینې په موخه جوړ شويو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم سربېره د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو ځینو رییسانو د خصوصي تحصیلي نهادونو بنسټګرانو، مشرتابه او استادانو ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په دغه مراسمو کې د انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو او د اسلامي نظام د مسولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویلي یې دي، عالم هغه څوک دی چې د خپلې پوهې د زده کړې لړۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، موږ باید هڅه وکړو چې دیني او عصري علوم په سمه توګه زده کړو څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو.

د لوړو زده کړو وزیر د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې د خصوصي تحصیلي نهادونو د هڅو او زحمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي، ټول خصوصي تحصیلي نهادونه د ستاینې او قدر وړ دي.

ښاغلي ندیم د دې نهادونو مسولینو ته په خطاب کې ویلي؛ په ټولنه کې هېڅ شی د باور څخه ډېر مهم نه دی، هڅه وکړئ چې په خلکو او هېواد کې خپل باور وساتئ.

لوړو زده کړو وزارت د دعوت او او ارشاد رییس شیخ شاکرالله وحدت او د علمي چارو د څارنې او ارزونې رییس مولوي حافظ احمدالله حماد د علم او په هېواد کې د علم د خدمت اهمیت او ارزښت په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې هر هغه څوک چې په دې هېواد کې په هر سکتور کې خدمت کوي د ستاینې او قدر وړ دی، او تاسو بختور یاست چې خپله سرمایه په هېواد کې د علم پیاوړتیا، پرمختګ او پراختیا لپاره مصرفوئ.

همداراز د خصوصي تحصيلي نهادونو مسولینو ژمنه یې کړې، چې دوی به د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ د هېواد د تحصیلي سیسټم په خدمت کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي او د پخوا په پرتله به لا ډېر کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هېواد شپږو خصوصي تحصیلي نهادونو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا په بېلابېلو برخو کې د دوی د فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله ستاینلیکونه ورکړل شول او هڅې یې وستایل شوې دي.