ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزیر شبرغان ته سفر کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته سفر کړی او هلته یې د دغه ولایت له امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني سره لیدنه کړې.

نوموړي د جوزجان نوي امنیه قومندان ته د نوي مسولیت مبارکي ویلې او ملت او اسلامي نظام ته یې د خدمت په لاره کې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله کړې.

د کرنې وزیر د هېواد په اقتصاد کې د کرنې او مالدارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان ډېری خلکو اقتصاد له دې دوو برخو سره تړلی دی.

ښاغلي عمري زیاته کړې؛ چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل لپاره مؤثر پلانونه طرحه کړي او د عملي کولو په حال کې دي.

همداراز نوموړي د امنیتي ځواکونو همکاري له ولایتي کرنیزو ریاستونو سره مهمه بللې او د قوش‌تپې کانال د امنیت ټینګښت برخه کې یې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلي دي.

په دې لیدنه کې د جوزجان امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني د ولایت د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د جوزجان کشفي او امنیتي ځواکونه به د کرنې وزارت د پلانونو د پلي کېدو لپاره له کرنیز ریاست سره پوره همغږي او همکاري ولري.